کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني نن ماسپښین د ایټالیا له لومړي وزیر ماریو دراګي سره ټلیفوني خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ټلیفوني مکالمه کې، د هېواد جمهوررییس په امنیتي او د بیارغاونې برخو په ځانګړي ډول په هرات کې د ایټالیا د دولت او خلکو د مرستو قدرداني وکړه، ویې ویل: په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان له ایمرجنسي روغتون سره د دغه هېواد مرستې اغېزناکې وې.
هغه همدا راز هیله وښوده چې له بین المللي ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په نوي فصل کې د دواړو هېوادونو مناسبات تر پخوا لا زیات پراخ شي او دوام وکړي.
د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي له جمهوررییس څخه د مننې ترڅنګ وویل: ایټالیا د افغانانو ملګرې ده، زموږ ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي، خو له افغانستان او افغانانو سره د ایټالیا د حکومت او خلکو ژمنتیا پر خپل ځای ده.
هغه همدا راز د ایټالیا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.#
پای/ وهاج