کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
دملي اردو ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دهېواد په بيلابيلوسيموکې يولړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٤٢ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت باختراژانس ته وويل چې دغه عمليات دهوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ دلغمان ، کاپيسا ، خوست ، غزني ، هرات ، فراه ، بلخ ، جوزجان ، فارياب ، کندز ، بغلان ، او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې د ٤٢ تنو تروريستو طالبانوپه وژل کيدو سربيره ١٦ تنه نور طالبان ټپيان شوي دي او ددښمن يوه قرارګاه له منځه تللې ده او دتروريستانو د ډلو دوسلو او مهماتو څو ډيپوګانې ويجاړې شوي دي . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ