سیاست

دهېواد په ختيځ کې جګپوړى پوځي مقام : پاکستان ته مو دډاراچوونکو دتګ راتګ لارې تړلي دي

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر :
دهېواد په ختيځ کې  يو جګپوړى قوماندان وايي چې پاکستان ته مو  دډاراچوونکو دتګ راتګ لارې تړلي دي.
هغه دغه راز وويل ؛ چې ډېر ژر به  دهېواد له ختيځ  څخه دډاراچوونکو ټغر ټول کړي.  دهېواد په ختيځ کې دلومړۍ سرحدي لوا قوماندان جنرال محمد ايوب حسين خيل دکونړ ، نورستان ، ننګرهار او دلغمان ولايتونو له سيمه ييزو مقاماتوسره په غونډه کې وويل : دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو هيڅ پټنځاى  دپوځيانو له سترګو پټ نه دي  او ډير ژر به دړې  وړې شي .
په دې غونډه کې  چې دهېواد په  ختيځ کې دډاراچوونکو دځپلو لپاره دپوځي قطعاتو دزياتې همغږۍ په مقصد جوړه شوې وه  جنرال حسين خيل وويل ؛ چې پوځيان به  دهېواد  دهوايي ځواکونو په ملاتړ د ډاراچوونکو په وړاندې  جګړې ته دوام ورکړي .                          هغه وويل: ( پاکستان ته مو  دتروريستانو دتګ راتګ لارې تړلې دي او ډير ژر به دهېواد په ختيځ کې دتروريستانو پټنځي  پاتې نه شي.)
دغه جګپوړي پوځي مقام  ډاراچوونکو ته په خطاب کې وويل  چې دوى  له تسليمۍ يا وژل کېدو پرته بله لاره نلري.
په دې غونډه کې دهېواد  دختيځو ولايتونو واليانو اوقوماندانانو ګډون کړى وو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته