ټولنه

رفیع الله ګل افغان دفاتحې مراسم پرځاى شول

کابل باختر د کب اوومه
په شپاړسمه تقنیني دوره کې د ملې شورا دمشرانوجرګې دپخواني غړي او دویم نایب او داجراییه ریاست دسلاکارشهید رفیع الله ګل افغان ، فاتحه نن د ارواښاد  دکورنۍ، مشرانوجرګې او دکوهدامن دسراسري شورا له خوا واخیستل شوه.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دترحیم اوفاتحې په مراسمو کې چې نن دملي شورا دالحاقیې په جومات کې پرځاى شول، دمشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یاراو ددغې جرګې اداري پلاوي، دملي شورا دواړو جرګو یوشمیرغړو، دکابینې ځینوغړو، دحکومت ځینو لوړ پوړو چارواکو او د وسله وال پوځ یو شمیر جنرالانو ، علمي اوسیاسي شخصیتونو ، د مشرانوجرګې ددارالانشا سرپرست او کارکونکو او د ارواښاد زیات شمیر دوستانو او هیواد والو په کې ګډون درلود او  دشهید رفیع الله ګل افغان روح ته يي  دعا وکړه.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته