امنیت

په تخارکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر  دوري ديارلسمه :
د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د تخار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمدجوزجاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې تېره شپه يوې ډلې وسله والو طالبانو د درقد ولسوالۍ په ودانۍ بريد وکړ چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول .
ټپي طالبان د درملنې لپاره روغتون ته وليږدول شول .
ويل کيږي د طالبانو درانده او سپک جنګي وسايل د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
جوزجاني زياته کړه چې په دغو نښتو کې يواځې يو پوليس ټپي شوى او نور يې له ساحې څخه تښتيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته