امنیت

په کال کې د بريښنا د بيا تامينولو لپاره هلې ځلې دوام لري

کابل- باختر د کب دمياشتې ١
د وسله والوطالبانو له شتون څخه د پلخمري ښار د ډنډشهاب الدين د بشپړ پاکولو او د بريښنا د ليږدونې د ويجاړو شويو ستنو د ترميمولو کار دوام لري.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دنډ شهاب الدين ساحه کې د خورشيد – ٢٠ عملياتوکې د امنيتي ځواکونو د ګډو هلوځلو له امله امنيتي ځواکونو د طالبانو سنګرونه ونيول.
ويل کيږي طالبان د سر د زيات په زغملو سره له ساحې څخه تښتيدلي دي.
خبرځاى وويل: په ډنډشهاب الدين کې د امنيت په تامينولو سره به کابل ته له ازبکستان څخه د بريښنا د ليږدونې د ستنو د بيارغاونې د کار لپاره د شرايطو په برابريدو سره کار پرمخ يوړل شي.
د غوري بريښنا شرکت مسوولينو ډاډ ورکړ، هر چلنج او ځنډ چې د دغو ستنو د ترميمولو په لاره کې موجود وي، لرې به شي.
د غوري بريښنا رييس غلام حسين حيدري د ټيلفوني اړيکې په ترڅ کې د ډنډ شهاب الدين د وزغري کلي په ساحه کې د دغو ستنو د ترميمولو د کار د پيل د تاييدولو په ترڅ کې وويل: موږ هلې ځلې کوو چې د ستنو د ترميمولو کار ډير ژر بشپړ کړو چې د بريښنا د کمښت له پلوه د کابل او پروان د خلکو ستونزې حل شي .
ده زياته کړه: په دغه کلي کې د وارداتي بريښنا د ستنو په ويجاړيدوسربېره په کومه بله ساحه کې هم د بريښنا مزي شليدلي او موږ په دې لټه کې يوچې دغه ستونزه تثبيته او لرې کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته