امنیت

اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کا بل باختر د ليندۍ لسمه :
اته تنه وسله وال مخالفين پرون دملي پوليسو دځواکونو له خوا دهيواد په يوولسو ولايتونوکې دامنيتي دندو په بهيرکې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: دملي پوليسو ځواکونو دغه امنيتي دندې دننګرهار ، لغمان ، پروان ،  سمنګانو ، تخار ، کندز ، سرپل ، لوګر ، فارياب ، غزني او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول . شپږ تنه ټپيان او شپږ تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا  ونيول شول . او په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته