کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
په لغمان ولايت کې دعملياتو په بهير کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوسلو يوه زيرمه دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده .
دغه عمليات پرون د امنيتي ځواکونو له خوا دالينګار ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ترسره شوي و چې او ترما ښام پورې يې دوام وکړ.
دلغمان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيد رحيم يوسفزي باختر آژانس ته وويل : ددغو عملياتو په بهير کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دجنګي وسايلو يوه ډيپو ترلاسه شوه .
يوسفزي وويل : له دغه ډيپو څخه دماينونو په ګډون په لسګونه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ