سیاست

د مشرانو جرګې د ډاډګيرنې پيغام

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٠
د مشرانو جرګې د ډاډګيرنې پيغام
د ملي شورا مشرانو جرګې په خواشينۍ سره خبرترلاسه کړ چې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو نن غرمه په فراه ښارکې په يوه تروريستي بريدکې د سناتور ګل احمد اعظمي د انتخاباتي مبارزو په دفتر ډزې وکړې چې له امله يې د ده يو ساتوونکى شهيد شو.
دملي شورا مشرانو جرګه د انتخاباتو په بهيرکې دخلکو دامنيت په تامينولو باندې د ټينګار په ترڅ کې د ډار اچوونکو دغه ناځوانمردانه عمل وغانده او د خپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او سناتور ګل احمد اعظمي ته څرګندوي او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه متوفى ته د فردوس جنت او دمغفورخپلوانو او دوستانو ته دجميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته