امنیت

په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو ډله يېز بريد په شاوتمبول شو

 کابل باختر دوري دمياشتې ٢٣ نيټه :    
د امام صاحب ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې تېره شپه ۱۲ بجې وسله والو مخالفینو د دې ولسوالۍ د کُنجک په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی و چې بېرته پر شا وتمبول شو.
د امام صاحب ولسوال محبوب الله د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې په دغه بريد کې دوه تنه مخالفان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي چې افغان ځواکونو په دغه بريد کې وسله والو مخالفانو ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړى دى.  پاى وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته