امنیت

د تاله اوبرفک د ولسوالۍ د ماليې مديرد انسان تښتوونکوله منګولوڅخه آزادشو

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ د ماليې مدير نن د وسله والو  طالبانو له منګولو څخه آزاد شو.
دبغلان ولايت د تاله اوبرفک ولسوال فيض محمداميري د باخترآژانس خبريال ته وويل : دتاله اوبرفک ولسوالۍ د ماليې مدير، دملي امنيت يو سرتيرى او يو ملکي وګړى کله چې دپلخمري ښار په لور روان وو ، دسپرلۍ موټر يې دوسله والو طالبانوله خوا دتاله اوبرفک په  استمه  ساحه کې  ودرول شو او دوى وتښتول شول .
اميري زياته کړه چې دملي امنيت سرتيرى او ملکي سړى دلارې په اوږدو کې دهغوى له منګولو څخه وتښتيد خو د ماليې مدير په بندکې پاتې شو. خو په پاى کې د سپين ږيرو او مخورو په مداخلې سره د ماليې مدير هم له کومې معاملې پرته نن دهغوى له منګولو څخه آزاد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته