امنیت

د ملي پوليسوپنځه سوه تنو منسوبينو ته دزده کړې زمينه برابريږي

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٤ :
د بلخ دحيات دروغتيايي علومو  انستيتوت  دامنيتي او دفاعي   ځواکونو دملي ورځې په مناسبت  دپوليسو پنځه سوه تنو منسوبينو ته دزده کړې زمينه برابروي .
ددغه انستيتوت رئيس ډاکترنجيب الله پيکان  او امنيه قوماندان سيدکمال سادات  پرون  د ېوې غونډې په ترڅ  کې يو تفاهم ليک لاسليک کړ چې ددغه تفاهم ليک له مخې دبلخ ولايت  دامنيې قوماندانۍ منسوبين  په خاصه توګه ملي پوليس چې د روغتيايي علوموپه برخه کې  زده کړې ته اړتيا ولري  دغه انستيتوت ته  معرفي کيږي.
دبلخ دحيات دروغتيايي علومو انستيتوت  برسيره پردې  چې معرفي شويو
منسوبينو ته دوړيا  زده کړو  زمينه برابروي   اوپه عاجلو حالاتو کې له هغوى سره دلومړنيو روغتيايي  مرستو په برخو کې همکاري کوي.
پيکان زياته کړه  دغه کار دافغان امنيتي ځواکونو دملاتړ په مقصد ترسره شوى دى اوهغه څه  چې موږ په دغه انستيتوت کې  په واک کې لرو  له ا منيتي ځواکونو څخه يې نه سپموو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته