سیاست

په خبر تفسير

دناټو سرمنشي :  په افغانستان کې د ناټو نوى پروژې ارزښتناکې دي

کابل- باختر دليندي اتلسمه:
د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې وروستيو وختوکې په بروکسل کې يوه غونډه جوړه کړه .
په دې غونډه کې د ناټو دغړو په ګډون سربېره، د هغو هيوادونو استازو چې په افغانستان کې له ناټوسره پوځي همکاري لري او د افغانستان او پاکستان دبهرنيو چارو وزيرانو برخه لرله .
په دې غونډه کې د ناټو دکورنيو مسئلو ترڅنګ، د امنيتي مسووليتونو ليږدونې په بهيراو له  ٢٠١٤کال وروسته له افغانستان سره ددغه سازمان د همکارى د څرنګوالې په باب  خبرې وشوې .
د افغانستان په اړوند په ناټو کې خبرې په داسې حال کې کيږي چې د ناټوسرمنشي اندرنس فوک راسموسن په افغانستان کې اداري فساد له انديښنو ډک يو کار وباله .
  د ناټو عمومي منشي څرګنده کړه چې د ناټو غړي او د دغه تړون نور ائتلافي شريکان په ژمنه شويو لګښتونوکې د مديريت او شفافيت په مقصد ديو ميکانيزم  دجوړولو په باب تفاهم ته رسيدلي دي .
ده وويل: اداري فساد هغه هيلې چې د سولې د تامينولو په برخه کې شته، هم له منځه وړي او په افغانستان کې اوږد مهال ثبات د افغانانواو ددغه هيواد دحکومت په باور او اعتماد پورې اړه لري .
په دې ترڅ کې دشمالي اتلانتيک دسازمان دغه جګپوړي مقام څرګنده کړه چې دغه سازمان دافغانستان په اړوند نوي پروګرامونه لري او د دغه هيواد د هوايي ځواکونو په سمبالولو او د امنيتي ځواکونو په روزنه کې به زياته ونډه واخلي .
دغه راز د افغانستان دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول د ناټو دبهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې اداري فساد افغانستان ته يوه صادره شوې پديده وبلله او ويي ويل: له  دغو ټولو سره سره افغانستان ژمن دى چې په هيوادکې د اداري فساد مخه ونيول شي .
ده زياته کړه: موږ له ناټو سره د همکارى په ټينګښت او پراختيا ژمن يو او په دې برخه کې له ٢٠١٤کال وروسته د ناټو د شتون د حوزې او ماموريت د ټاکنې او له افغانستان سره دخپل مشارکت په باب ګډو سلامشوروته سترګې په لاره يو .
ده په دې ترڅ کې د نړۍ له يو شمېر هيوادونو سره دستراتيژيکي همکاريو د سندونو او تړونونو دلاسليک کولو يادونه وکړه اوڅرګنده يې کړه چې د لړم د مياشتې په ٢٥ نيټه مو د دوه اړخيزو امنيتي موافقه ليک په باب د امريکا له متحده ايالاتو سره په کابل کې رسمي خبرې پيل کړي .
دغه موافقه ليک به د افغانستان ځمکني بشپړتيا ته په پوره درناوى سره له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکا دپوځي پرسونل د شتون د امکان په ګډون، د دواړو هيوادونوترمنځ  راتلونکې دفاعي همکاري وټاکي .
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنټن د دغيې غونډې په لومړۍ ورځ هم د ناټو له غړو هيوادونو او متحدينو څخه وغوښتل چې د ٢٠١٤ کال په پاى کې دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د امنيت د ښه والې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي .
دامريکا دبهرنيو چارو وزيري دناټو دغړو هيوادونو او دهغو دشريکانودهڅو ژمنودعملي کولو غوښتنه وکړه چي تراوسه پوري يي له افغانستان سره خپلي کړي ژمني نه دي عملي کړي .
  په داسې حال کې چې د ناټو غړو د افغانستان له امنيتي مرکزونو سره د راتلونکو مرستو په باب خبرې وکړې. د المان دبهرنيو چارو وزيرافغانستان دموضوع په باب وويل چې د ٢٠١٤ کال په پاى کې په بشپړه توګه دبهرنيو ځواکونو په وتلو سره ډار اچوونکي  بايد قدرت ته ونه رسيږي .
ده په افغانستان کې دثبات د ساتنې په باب په ټينګار سره وويل: موږ نه غواړو چې افغانستان له بې نظمى او د قدرت له تشې سره مخامخ شي او مهمه داده چې له  ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان لپاره يو لړليد ولروچې دسياسي کارپوهانو په باور له افغان امنيتي مرکزونوسره دمالي مرستو دوام، ددغه هيواد دهوايي ځواکونو سمبالول ، دښځينه پوليسو د امنيتي مرکزونو فعالول او په افغانستان کې د نشه يي توکو له عواملو سره مبارزه او په دې برخه کې دځانګړو پوليسو روزل  د افغانستان په وړاندې د ناټو دبهرنيو چارو د وزيرانو په وروستي تفاهم کې شامل دي .
د ناټو سرمنشي څرګنده کړه چې دغه ټولې پروژې ارزښتناکې دي او د ناټو او روسيې ګډې شوراته نوى سا وربښي .
  د يادونې وړ ده چې ناټو د روسيې د همکاريو د جلبولو او د دغه هيواد د انديښنو د لرې کولو لپاره، په ٢٠٠٢ کال کې د روسيې او د ناټو د همکاري شورا جوړه کړه.
روسيه په افغانستان کې دملګروملتو د سازمان د امنيت شورا د پريکړې پربنسټ دهدفونو دتعقيبولو غوښتنه کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته