کابل باختردلړم پنځلسمه :
دکاپيسا ولايت دپوليسو دهمغږۍ په مرکز کې اور لګيدلى دى .
دغه اور لګيدنه دغرمې ددولسو بجو په شاوخوا کې ددغه مرکز له يوې خوا پيل شوى او ورو ورو نورې برخې يې ونيولې .
دکاپيسا ولايت دمرکز محمود راقي ښار يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس سره په تيلفوني اړيکه کې ددغې اور لګيدنې پيښه تاييد کړه .
ده وويل داور ژغورنې ټيم ساحې ته رسيدلي دي او داور دکنترولولو په خاطر هلې ځلې پيل شوي دي .
ددغې اور لګيدنې او دزيانونو انګيزه تراوسه پورې نه ده څرګنده شوې .
ددغه خبر جزئيات وروسته خپريږي . ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ