امنیت

په بغلان کې د طالبانو دجنګي وسايلو کشف.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣١
دملي امنيت دمامورينو له خوا په بغلان ولايت کې د دوه اتيا ملي متري توب لس ګولۍ ترلاسه شوې .
دبغلان ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ګولۍ کله چې د زاړه بغلان په ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو ډلو ته ليږدول کيدې دملي امنيت دمامورينو له خوا کشف او ترلاسه شوې.
ويل کيږي چې ددغو ګوليو ليږدونکى هم دملي امنيت دمامورينو له خوا نيول شوى دى دبغلان ولايت دملي امنيت مسوولين وايي چې طالبانو غوښتل له دغو ګوليو څخه په دغه ولايت کې دملکي وګړو دمرګ ژوبلې لپاره وکاروي.
تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته