امنیت

په بغلان کې دګچ د ډبرو کشف .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٣
دبغلان ولايت دملي امنيت موظفينو نن په ګچ ډبرو دوه موټرونه کشف او ضبط کړل .
دبغلان ولايت دملي امنيت د رياست مسوول خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل : په ګچ ډبرو بار دوه موټرونه چې د کرکر له غرونو څخه په غير قانونى ډول بار کړى شوى و له ولايت څخه بهر ته دليږدونې په وخت کې کشف او ضبط کړل .
د يوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو موټرو شپيته ټنه ګچ ډبرې بار وو او وسايط له ډبرو سره دملي امنيت رياست ته سپارل شوى دي خو موتړ چلوونکي په تيښتې بريالي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته