اقتصاد

دبهرنيو الوتکو دالوتنو دڅرنګوالي مقرره تائيد شوه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٩ :
دقوانينو کميټې دافغانستان  په هوايي قلمرو  کې دبهرنيو هېوادونو دالوتکو اودپوځي هليکوپترونو دالوتنې مقرره تائيد کړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دکابينې دقوانينو  کميټې پرون د  جمهوررئيس
دمرستيال او ددغې کميټې  درئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ غونډه وکړه او دافغانستان په هوايي قلمرو کې دبهرنيو هېوادونو دالوتکو اودپوځي هليکوپترونو دالوتنې دمقررې طرحه دغونډې دغړو له  خوا وڅيړل شوه.
قانونپوه سرور دانش ددغې مقررې دطرحې داړتيا په بيانولو سره ټينګار وکړ چې  دغه مقرره دې  دمسئلې د اهميت له مخې بايد په قانون بدله شي .
دغه مقرره دبهرنيو هېوادونو دالوتکو اوپوځي هليکوپترونو دالوتنې دتنظيم او دامنيت دتامينولو په مقصد له مخکينۍ اجارې پرته دبهرنيو هېوادونو دالوتکو اوپوځي  هليکوپترونو دالوتنې  دمخنيوي په موخه  په دوه ويشتو مادو کې برابره او تنظيم شوې  ده.
دغه طرحه دقوانينو دکميټې دغونډې دغړو له خوا په مفصل ډول  وڅيړل شوه اودغونډې دغړو دنظريو اوپيشنهادونو له وړاندې کيدو وروسته  په پاى کې دغه طرحه په اصولو کې تائيد شوه  او پريکړه وشوه  چې داړوندو ارګانونو دواکمنو استازو په ګډون يوه تخنيکي  کميټه دې اصلاحي نظريې دطرحې په متن کې تنظيم  کړي چې دملي امنيت دشورا  له څيړنې وروسته  دوروستي تائيد لپاره بايد دافغانستان داسلامي جمهوريت  کابينې ته وړاندې شي.
په دې غونډه کې دغه رازدجيلونو اوتوقيف خونو  دقانون په ديارلسمه او اته ديرشمه ماده کې دزياتوالي  طرحه هم وڅيړل شوه  چې  پيشنهادي طرحه  دقوانينو دکميټې دغړو له خوا تائيد شوه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته