امنیت

شپږ تنه تروريست طالبان په زابل او روزګان کې ووژل شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
شپږ تنه ډار اچوونکي د زابل او روزګان ولايتونو په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو د پوځي عملياتو له امله ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د شفق – ٢ عملياتو په چوکاټ کې د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ او د روزګان ولايت د مرکز ترينکوټ ښار په مربوطاتوکې ترسره شول؛شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول او د دښمن يوه اندازه وسلې او د درندو وسلو مهمات له منځه تللي دي او د وسايطو ضد دوه ماينونه کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته