امنیت

ډار اچوونکو طالبانو او داعشيانو په کونړکې د يو بل د کورونو په سوځولو پيل وکړ

کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ٢٤ مه وسله والو طالبانو او داعشيانو دکونړ ولايت په وټه پورې ولسوالۍ کې د يو او بل د کورونو په سوځولو پيل وکړ. د را رسيدلو خبرونو له مخې: تراوسه پورې داستوګنې۳۰ کورونه سوځول شوي دي. د مهاجرينو د راستنولو چارو د ادارې مسوول عبدالودود باختر آژانس ته وويل چې د درېيو ورځو په بهيرکې ۵۲ کورنۍ له وټه پورې ولسوالۍ څخه بې ځايه شوې دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د بې ځايه شويو کورنيو شمېر زياتيږي. عبدالحميد چې نوى له دغې ولسوالۍ څخه د کونړ ولايت مرکز ته راغلى دى؛ وويل چې د امارت او خلافت په نومونو وسله وال کسان د خلکو کورونه لوټوي او سوځوي يې چې زيات زيان يې ملکي خلکو ته رسيږي. پاىم ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته