امنیت

دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
دلوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې نن د وسله والومخالفينو دبريد له امله دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او دوه تنه نور سيمه ييز پوليسان ټپيان شول .
دبرکي برک ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدقاسم دباختر آژانس خبريال ته وويل : دسيمه ييزوپوليسوځواکونه نن سهار په پنځو بجو دبرکي برک ولسوالۍ په احمدک سيموکې په ګزمې بوخت وو چې د دولت د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخامخ شول چې له امله يې دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول.
دبرکي برک ولسوالۍ امنيه قوماندان وويل: ټپيان د درملنې په مقصد د سردار محمد داوود روغتون ته وليږدول شول .
خبرځاى زياته کړه: په دغه نښته کې چې درې ساعته يې دوام درلود؛ يو طالب ووژل شو او دوه تنه نور طالبان ټپيان شول .
ددغې ولسوالۍ امنيه قوماندان زياته کړه چې وسله والوطالبانو له سيمې څخه تښتيدلي دي او امنيتي ځواکونه د هغوى په لټه کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته