سیاست

امريکا له دواړو نوماندانو څخه وغوښتل چې دانتخاباتو بهير کې پاتې شي.

واشنګټن نړيوال خبري منابع- باختر د چنګاښ دمياشتې ٤
امريکا دافغانستان دجمهوري رياست د دويم پړاو له دواړو نوماندانو څخه وغوښتل چې دانتخاباتو په بهير کې پاتې شي او له تاوتريخوالي څخه دې ډډه وکړي.
باختر آژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ ، د سپينې ماڼۍ ويندوى وويل: چې په انتخاباتو کې د درغليو په باب ټولې ادعاګانې بايد له مناسبې لارې وڅيړل شي.
دغه څرګندونې له هغه وروسته کيږي چې دافغانستان دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارالانشا رييس دانتخاباتو په بهير کې په ده باندې د تورله لګولو وروسته استعفا وکړه.
دسپينې ماڼۍ ويندوى زياته کړه چې هر خلاف حرکت زموږ دخواشينۍ وړ دى .
موثقې ادعاګانې اوشکايتونه بايد له مناسبې لارې وڅيړل شي.
په کابل او ولايتونو کې دشکايتونو دقضاوت او څيړنې په لاره کې قانوني ميکانيزمونه جوړ شوي دي.
دامريکا متحده ايالات په عين حال کې دنوماندانو او دافغانستان د انتخاباتي مرکزونو ترمنځ خبرې اترې لازمې بولي.
دسپينې ماڼۍ ويندوى دافغانستان له انتخاباتي مرکزونو څخه هم وغوښتل چې په انتخاباتو کې د درغليو ادعاګانې په دقيقه او بيطرف ډول وڅيړي.
له بله پلوه دناټو عمومي منشي په بروکسل کې له آزادۍ راډيو سره په اختصاصي خبرو کې دافغانستان د انتخاباتو دنتيجو په شفافيت باندې ټينګار وکړ او ددغه هيواد له انتخاباتي مرکزونو څخه يې وغوښتل چې خپلې دندې په ګټورې او مسلکي ډول پرمخ يوسي.
اندرس فوګ راسموسن دافغانستان دجمهوري رياست له نوماندانو هم وغوښتل چې دانتخاباتو د وروستيو نتيجو درناوى وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته