کابل / باختر د تلې دمياشتې ١١ :
په کندزکې تېره شپه د ناټو د ځواکونو د بمباريو له امله څو تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي؛ په دغه هوايي بريدکې درې تنه ډاکتران هم وژل شوي دي .
يوه امنيتي خبرځاى چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ باختر آژانس ته وويل چې دغه بريد د وسله والو طالبانو د ځپلو په مقصد د تيرې شپې د دوه نيموبجو په شاوخوا کې تر سره شو چې له امله يې يو شمير وسله وال طالبان وژل شوي دي .
له بلې خوا د بې سرحد ډاکترانو سازمان وايي چې په دې هوايي بريدکې د دوى درې تنه کارکوونکي وژل شوي او څه نا څه ٣٠ تنه نور يې بيدرکه دي .
دغه سازمان د دغه بريد له امله روغتيايي مرکز ته د تاوان د اوښتوله امله انديښنه څرګنده کړې ده .
خو د ناټو د ځواکونو يوه قوماندان ويلي دي چې په دې اړوند څيړنې پيل شوې دي چې آيا دغه بمباري د دوى د ځواکونوله خوا شوې ده او که نه؟
0 1 دقیقه لوستل