سیاست

د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ سپین ږیرو او قومي مشرانو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې١٩مه
د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ یو شمېر سپین ږیرو، قومي مشرانو او ځوانانو د مالستان د اړوندو ستونزو د حل په موخه د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجنیر محمد خان سره وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د دغو خلکو په استازيتوب محمد نعیم امیني خبرې وکړې او د غزني ولایت د مالستان د خلکو ستونزې او غوښتنې يې لومړي مرستيال ته وړاندې کړې.
ښاغلي امیني د ولسمشرۍ او اجرائيه ریاست د مرستيالانو سرور دانش او محمد محقق د هغې طرحې په اړه اندېښنه وښوده چې له مخې به یې د امنیت د ښه والي لپاره په غزني ولایت کې نوي اداري واحدونه رامنځ ته شي.
محمد امین نعیمي و ویل چې د مالستان د کمري سیمې اوسیدونکي اندېښنه لري چې د نوي اداري واحدونو په منځ ته راتګ سره به دوی له مالستان څخه جدا شي.
قومي مشر حاجي رضایي د مالستان د امنیه قوماندان په سر راپورته شوي جنجال ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د یادې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان خادم حسین احساني کابو له لسو کلونو راپدیخوا په یاده ولسوالۍ کې په بېلابېلو امنیتي پوسټونو کار کړی او د شپږو میاشتو راپدیخوا د یوې هوکړې له مخې يې پر ځای نوی امنیه قوماندان ټاکل شوی.
د ښاغلي رضايي په وینا اوسمهال د ځینو وکیلانو او د ولایتي شورا غړو په مرسته د پخواني امنیه قوماندان له خوا داسې هڅې رواني دي تر څو یو ځل بیا د مالستان ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د دوی د ستونزو د حل ژمنه وکړه او زیاته يې کړه چې د مالستان د امنیه قوماندانۍ په سر راپورته شوي جنجال به د کورنیو چارو وزارت او د غزني د امنیه قوماندانۍ له لارې حل کړي.
لومړي مرستيال انجنير محمد خان همداراز زیاته کړه چې د نوو اداري واحدونو په تاسيس سره به هیڅوک هم اړ نه شي تر څو د خپلې خوښې خلاف په بل اداري واحد کې مېشت کړل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته