نړۍ

دخيبر پښتونخوا دهنګو په ايالت کې دسپرلۍ پريو موټر ډزې .

پيښور  باختر د زمري يوولسمه :
  ناپيژاندو وسله والو کسانو نن دخيبر پښتونخوا ايالت دهنګو په ښار کې  په يوه مسافر وړونکي موټر  ډزې وکړې چې له امله يې يو تن ووژل شو او يوتن بل يې ټپي شو .
  باختراژانس  دپاکستان د ډاڼ ورحپاڼې  له خولې خبر راکړ، پوليس ددغې پيښې دانګيرنې  دڅيړنې  په حال کې  دي .
ديوبل خبر له مخې، نن مظنونو  مليشو په باجوړو اجنسۍ کې  دپوليسو د لټونې يوه پوسته وچوله چې سرزيان يې نه درلود .
دغه راز مليشه طالبانو  نن په  مومندو اجنسۍ کې دنجونو يو ښوونځى وچاوه چې سرزيان يې نه درلود خو دغه ښوونځى ړنګ  شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته