کابل باختر د تلي شلمه :
په لوګر ولايت کې پرون د ماين دچاودنې له امله دعامه نظم يو پوليس شهيد او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول .
دلوګر د والي ويندوى دين محمد درويش باخترآژانس ته وويل: چاوديدونکي توکي چې په يو بايسکل کې ځاى پرځاى شوي و؛ د پل علم په ښارکې دکابل بانک ودانۍ ته مخامخ وچاوديد چې له امله يې دعامه نظم يو پوليس شهيد او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: ټپيان روغتون ته وليږدول شول او روغتيايي حالت يې ښه دى .
6 د یوې دقیقې څخه لږ