امنیت

دتزوير په تور دهرات دوګړو داحوالو دثبت دادارې ددوو تنو کارکوونکو مجازات

کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
دهرات ولايت دوګړو  داحوالو دثبت دادارې دوه تنه کارکوونکي  دهرات ولايت داداري فساد له امله درامنځته شويو جرمونو د څيړنې دابتدائيه محکمې له خوا  په مجازاتو محکوم شول .
دهرات ولايت داداري فساد له امله درامنځته شويو جرمونو دڅيړنې دمحکمې رييس قضاوتمند عبدالهادي  وثيق  وايي چې تورن کسان دڅارنوال او دخلکو په وړاندې محماکمه شول .
دغه کسان څه موده مخکې دتابعيت ددوو ټوکو تذکرو دتزوير  په تور دکشفي ارګانونو له خوا نيول شوي وو چې هر يو يې  په دوه کاله تنفيذي  بند محکوم شو . 
ښاغلي  وثيق  وايي چې په دې غونډه کې دغه راز دهرات ولايت ديوه پوځي منسوب دوسيه  هم له وظيفوي  صلاحيت څخه دناوړې استفادې په تور دقضايي هئيت له خوا وڅيړل شوه چې له امله يې تورن په غيابي ډول په درې کاله او شپږو مياشتو  تنفيذي  بند محکوم شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته