امنیت

په قندهار کې نږدې ١٥٠ تنو سرتېرو ته پوځي زده کړې ورکړل شوې

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
د هېواد په جنوب کې د پوځي زده کړو له يوې دورې څخه نږدې ١٥٠ تنه فارغ شول.
  ټاکل شوې ده دغه سرتيري د قندهار په پوځي واحدونو کې وګومارل شي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د ښوونې او روزنې مسوول ډګروال فيض الدين کاکړ باختر آژانس ته وويل چې په دې دوره کې د عامه نظم او د سيمه ييزې اردو ١٤٣تنه سرتېرو پوځي زده کړې وکړې.
ده وويل چې دغو سرتېرو ته درې مياشتې د افغاني ښوونکو له خوا پوځي زده کړې ورکړ شوې.
ډګروال کاکړ وايي چې ټاکل شوې ده دغه سرتيري د قندهار په پوځي  واحدونوکې له ډار اچوونکو سره د مبارزې په مقصد وګومارل شي.
ختم_  مينه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته