اقتصاد

دټاپي دپروژې دعملي کولو داهميت ګډ کنفرانس جوړ شو .

کابل باختر د ثور شپږمه :
دټاپي دپروژې دعملي کولو داهميت  ګډ کنفرانس  دافغانستان داسلامي جمهوريت  او دترګمنستان  دبهرنيو چارو  دوزارتونو  دمعينانو ، دهرات او فراه  دولايتونو  دواليانو او دکانونو او پتروليم  وزارت  دمعين په ګډون په هرات ولايت کې جوړ شو .
  دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دې کنفرانس کې چې دهرات  او فراه دولايتونو  دخلکو استازو او دغه راز  دنړيوالو  موسسو او سازمانونو استازو  ګډون کړى و  ،  دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت معين  ډاکتر  نصير احمد انديشه  دټاپي پروژې  داهميت په باب خبرې وکړې او ويې ويل   له منځني اسيا څخه داسيا  جنوب ختيځ ته دګازو دليږدونې دسترې پروژې  اجراکيدل دامفهوم افاده کوي  چې دسيمې دهېوادونو همغږي  کيداې شي په منځني اسيا  او داسيا  په جنوب ختيځ کې  دميشتو  ورونو ملتونو  ترمنځ  دهمکارۍ  او دباور دپراختيا عمومي امنيت  اقتصادي پياوړتيا او دعمومي سوکالي سبب شي  ، افغانستان  دهغې ځمکني  لارې په توګه  چې  دسيمې هيوادونه  له يوبل سره  نښلوي  دسيمه ئيزو همکاريو دپراختيا  رښتينې زمينه  برابروي .  په حقيقت کې  داسيا په زړه کې يې ددغې وچې له جنوب ختيځ سره  دمنځني اسيا  دپيوستون  دډيرې لنډې لارې  په توګه  خپل تاريخي رول  لوبولى دى .
   دغونډې دکار په دوام  دترکمنستان جمهوريت  دبهرنيو چارو وزارت معين  ددواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ  اړيکې  او دوستي  ژورې وبللې  او ويې ويل  چې  دترکمنستان جمهوريت  دټاپي دپروژې عملي کار  چې په رسمي ډول  د ٢٠١٥ ميلادي کال  دسپتمبر دمياشتې   په  ديارلسمه نيټه  د څلوروغړو هېوادونو د جمهورو رييسانو  او صدراعظمانو له خوا  پرانستل شوى و پرمخ بيايي او ژمن دى  چې ددغې پروژې  دکار دګړندي کولو  او عملي کولو لپاره  لازمې مالي  او تخنيکي منابع  تامينې کړي .
   دترکمنستان دبهرنيو چارو وزارت معين  دخپلو خبرو په دوام  څرګنده کړه خوښ يم  تاسو ته  خبر درکړم  چې ترکمنستان  او افغانستان  دټاپي پروژې ته  ديوې پراخې  سيمه ئيز پروژې په توګه ګوري   او ددغې پروژې  په عملي کيدو سره  ددواړو هيوادونو ترمنځ   تجارتي  سياسي او وګړنۍ اړيکې پراختيا مومي او د ټولنيزې سوکالۍ او دسيمه ئيزې سولې اوثبات  دتامينولو  په لاره کې به  ګټوره اغيزه ولري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته