ورزش

افغانستان بنګله ديش ته ماتې ورکړه .

کابل باختر دوږي اوولسمه :
دافغانستان دمعلولينو دکرکټ ملي ټيم پرون دبنګله ديش  ټيم ته ماتې ورکړه .
دکرکټ بورد وياند فريد هوتک نن دباختراژانس خبريال ته وويل ددغو دوو تيمونو ترمنځ لوبه په بنګله ديش کې دسره صليب  دشل اوره سياليو په دوام ترسره شوه او دمعلولينو دکرکټ ټيم وکولى شول چې سيال ټيم ته ماتې ورکړي .
هوتک وويل چې لومړى لوبه دبنګله ديش  ټيم پيل کړه اوپه شلو اورونو کې او دشپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره يې ١٢٠ منډې دافغانستان ټيم ته هدف وټاکه او افغان لوبغاړو په وروستي پړاو کې دخپلو اتو تنو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ورکړى شوې هدف بشپړ کړ او بريالى شو .
ديادونې وړ ده چې دهيواد دمعلولينو دکرکټ ټيم دلومړۍ  ځل لپاره وکولاى شول دبنګله ديش ټيم ته  چې دکرکټ داسيايي شورا دايمي غړيتوب لري ،.  ماتې ورکړي
دهوټک  دڅرګندونو له مخې ټاکل شوې ده دافغانستان دکرکټ ټيم نن دانګلستان له ټيم سره په څلورم پړاو  کې لوبه وکړي .
البته دهيواد دمعلولينو دکرکټ ټيم مخکې له دې دهندوستان او پاکستان له ټيمونوسره په لوبو کې ماتې خوړلې  وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته