امنیت

امنيتي ځواکونو نهه تنه وسله وال طالبان ووژل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
د لغمان ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ٩ تنه وسله وال طالبان ووژل او ١٣ تنه نوريې ټپيان کړل .
د ٢١٠ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمدنعمان هاتفي د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې طالبانو تېره شپه غوښتل په يوه يرغليز بريدکې د دولت شاه ولسوالي ونيسي چې د ولسوالۍ د پوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
د هاتفي د څرګندونو له مخې د دغه مقاومت په بهيرکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نوريې ټپيان شول او د دوى يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د مقاومت په بهيرکې د ملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان او درې تنه نوريې ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته