نړۍ

په پاريس کې له بريدونو وروسته په نيويارک کې د تيارسى امنيتي حالت

نيويارک ايرنا   باختر دلړم دمياشتې ٢٣
په پاريس کې له تروريستي بريدونو وروسته د نيويارک ښار په امنيتي حالت کې  د دغه ښار د پوليسو ځواکونه د بشپړ تيارسى په حال کې دى.
باختر آژانس د بهرنيوخبرځايونو له خولې خبر راکړ:
د پاريس له تروريستي بريدونو وروسته د امريکا د نيويارک ښار دپوليسو وياند په دغه ښارکې د خپلو ځواکونو د بشپړ تيارسى د اعلامولو خبر ورکړ.
ده په دې بيان سره چې د پاريس د تروريستي بريدونو په ارتباط په نيويارک ښارکې  د تروريستي بريد د امکان په باب هيڅ راز رپوټ شتون نلري وويل چې دپوليسو دغه اقدامات مخکې له مخکې دي.
ده زياته کړه: له فرانسې څخه بهر له روانو حالاتو وروسته د تروريزم ضد د ځانګړو ځواکونو يو ټيم د ښار په ګڼ ميشتو سيموکې ځاى پرځاى شوي دي .
د نيويارک د پوليسو وياند زياته کړه: په دغه ښارکې په فرانسې پورې اړوند ټول دولتي مرکزونه د امنيتي مامورينو ترسختې ساتنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته