امنیت

په ننګرهار کې د پنځلسو تنو وسله والو طالبانو نيول

کابل- باختر دليندۍ ديرشمه:
  پنځلس تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې د عملياتو په بهيرکې ونيول شول .
په دغوجګړه مارانو نن سهار د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان او ناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شول .
باختر اژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: دغه طالبان کله چې په يو لړتروريستي فعاليتونو بوخت و، ونيول شول .
ويل کيږي، دغه عمليات د دغو جګړه مارانو د قوماندان د نيولو په خاطر ترسره شول؛ خو هغه په سيمه کې  نه و .
د بټي کوټ ولسوالۍ چې د تورخم _ کابل په لويه لاره کې موقعيت لري؛ په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو د پراخ شتون شاهد و چې دخلکو د انديښنې سبب شوى و.
  ټيک لس ورځې مخکې افغان ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې پراخ عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې د طالبانو دوه تنه قوماندانان، مولوي عبدالرحمن او مولوي حضرت بلال له سلو تنو نورو طالبانو سره ونيول شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته