امنیت

دپاکستاني طالبانو يو قوماندان په کونړکې ووژل شو

کابل – باختر دوري دمياشتې ١٤
دپاکستاني طالبانو يو قوماندان او د دغې ډلې اووه تنه طالبان په کونړ ولايت کې د ناټو د هوايي بمبارۍ له امله ووژل شول .
په دغوطالبانو نن له غرمې مخکې د ناري ولسوالۍ د جنګل بوشه په سيمه کې هوايي بريد وشو او ووژل شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيد خيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې بريدکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دجنرال سيدخيل دڅرګندونو له مخې: په دغوطالبانوکله چې په خپل پټنځاى کې د يو لړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ بريد وشو.
په همدې حال کې د ناري ولسوالۍ يو سيمه ييزمسوول وايي چې د پاکستاني طالبانو يو قوماندان هم په وژل شويوکى شامل دى او نور يې اووه تنه افغاني طالبان دي.
په همدې حال کې د کونړ امنيه قوماندان وايي: په دې هوايي بريدکې ملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته