سیاست

جمهوررئیس غني د آل نهیان کورنۍ له یو شمېر غړو سره غمشریکي وکړه

کابل /دلېندې لومړى / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تېر ماښام په ابوظبۍ ښار کې د ابوظبۍ له ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله وال پوځ له اعلی سرقومندان له مرستیال والاحضرت شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د عظمی صدارت له مرستیال شیخ منصور بن زاید آل نهیان، د ملي امنیت له سلاکار شیخ طحنون بن زاید آل نهیان او د آل نهیان کورنۍ له یو شمېر نورو غړو سره د شیخ سلطان بن زاید آل نهیان د وفات له امله خپله خواخوږي او همدردي وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس د افغان حکومت او خلکو په استازیتوب دوی ته د تسلیت او غمشریکۍ دڅرګندولو پر مهال وویل، افغانستان او متحده عربي امارات د دوو مسلمانو او وروڼو هېوادونو په توګه د یو بل په غم او ښادۍ کې شریک او زموږ هیوادونه د بل هر وخت په پرتله ښه مناسبات لري.
مرحوم شیخ سلطان د متحده عربي اماراتو د مؤسس شیخ زاید بن سلطان آل نهیان دویم زوی دی چې د دوشنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات او وړمه ورځ په ابوظبۍ ښار کې خاورو ته وسپارل شو.#
پاى-فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته