کابل باختر دسلواغې ٢٨ نيټه :
يوه ځوانه ميرمن تيره شپه په پروان ولايت کې د خپل ميړه له خوا ووژله شوه.
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې دمديريت سرپرست فرهاد هاشمي باخترآژانس ته وويل ؛ دغه ٣٥ کلنه ميرمن ددغه ولايت دسيدخيلو ولسوالۍ په جبارخيلو کلي کې دخپل ميړه له خوا په ډزو
سره ووژله شوه .
هاشمي زياته کړه ؛ دغې ميرمنې د خپل پلار په کور کې ژوند کاوه او ددغې پيښې علت کورنۍ تاوتريخوالى دى.
ويل کيږي ددغې ميرمنې ميړه دپوليسو له خوا نيول شوى دى،.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ