روغتیا

شخصي روغتونونه او درملتونونه د اختر په ورځو کې دخلکو په خدمت کې دي .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٣
دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د تطبيق دڅيړنې رييس له ټولو خصوصي روغتونونو او درملتونونو له مسوولينو څخه وغوښتل چې دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې خپل ٢٤ ساعته نوکريوالى اجرا کړي .
ډاکتر سيد ابراهيم کامل چې نن يې په دې باب دباختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل داختر په ورځو کې په هرو ٢٤ ساعتونو کې څه ناڅه ٢٠٠ درملتونونه دکابل په کچه دنوکريوالۍ په اجرا کولو موظف دي او ددغو درملتونونو کارکوونکى مکلف دي چې ددغه رياست له خوا دبرابر شوى لست له مخې په نوکريوالى لاس پورې کړي او دخلکو دلالهاندۍ سبب نه شي .
ډاکتر کامل دغه راز دخصوصي روغتونونو او د تشخيصيه مرکزونو له مسوولينو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې داختر په ورځو کې د اړتيا لرونکو په خدمت کې واوسى.
ده وويل که چيرې دکوم عذر له مخې ددغو روغتيايي مرکزونو کارکوونکى نه شي کولاى نوکريوالى اجرا کړي ، دغه رياست ته دې خبر ورکړي .
ډاکتر کامل وويل ددغه رياست کارکوونکى په درې کسيزو ټيمونو ويشل شوي دي او شپه او ورځ ددغو مرکزونو فعاليتونه څيړى او له سرغړونکو سره جدي چلند کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته