کابل_ باختر دزمري شلمه :
دغزني ولايت په اندړو ولسواليوکې دملي اردو د منسوبينو په عملياتو کې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او هم د هرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې يو وسله وال مخالف وژل شوي دي .
دباخترآژانس دخبر له مخې: درې تنه نور وسله وال مخالفين د قندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې په واټ کې د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز دوه تنه وسله وال مخالفين دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې ماين ښخ کړي چې ماين وچاوديد او دوى يې ووژل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ