امنیت

افغان دفاعي او امنيتي ځواکونه دپاکستاني هليکوپتر دسپرليو دازادولو په خاطر هڅه او هاند کوي .

کابل باختر د زمري پنځلسمه :
دملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال  دولت وزيري وويل چې دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه دپاکستان دحکومت دهليکوپتردپيلوټ اوسپرليو دازادولو په لاره کې له هيڅ راز هڅو او هاند څخه دډه نه کوي
دباختراژانس دخبر له مخې : دپاکستان په حکومت پورې اړوند يو ام اي  ١٧ ډوله هليکوپتر پرون دتخنيکي نيمګړتيا له امله دلوګر ولايت دازرې  ولسوالۍ په  لکي سيمه کې بيړنۍ ناسته وکړه او پيلوټ او درې تنه سپرلۍ يې ديوې ډلې ډار اچوونکو له خوا ونيولې شوې .
دملي دفاع وزارت وياند نن وويل چې مخکې له دې دپاکستان دولت دافغانستان دبهرنيو چارو او دترانسپورت او ملکي  هوايي چلند له وزارتونو  څخه دترميم  په خاطر دروسيې لوري  ته دپاکستان ديوه هليکوپتر دتيريدو اجازه اخيستي وه او اوس ددغې موضوع په باب چې ايا داهماغه هليکوپتر دى چې پخوا پرې تفاهم شوى و او که څنګه ،تحقيقات پيل شوي دي
جنرال وزيري  څرګنده کړه  چې  دافغانستان حکومت خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې ددغه هليکوپتر د سپرليو اوپيلوټ دازادولو په لاره کې دې له هيڅ راز  هلوځلو څخه دډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته