امنیت

وسله والو طالبانو دوه تنه موټر چلوونکي وتښتول .

کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
وسله والو طالبانو پرون  دفراه ولايت  دفراه رود له  څلور لاري  څخه  دباروړونکو موټرو دوه تنه  موټرچلوونکي  له ځان سره بوتلل .
  دفراه ولايت امنيه قوماندان ګلبهار مجاهد  باختراژانس ته وويل  چې وسله والو طالبانو  د فراه رود په عمومي واټ کې څو باروړونکي موټرونه  ودرول چې وروسته يې دوه تنه موټر چلوونکي له يوبار وړونکي موټر سره له ځان سره نامعلوم ځاى ته بوتلل .
خبرځاى وويل:  تراوسه پورې  دتښتول شويو کسانو دبرخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
مجاهد زياته کړه :ددغو انسان تښتوونکو دموندلو په خاطر  دپلټنې عمليات دپوليسو له خوا پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته