سیاست

دافغان – آلمان د دوستۍ سلمه کاليزه په باميانو کې ونمانځل شوه .

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٦
دآلمان او افغانستان ترمنځ د دوستۍ دسلمې کاليزې په مناسبت دعکس نندارتون په باميانو ولايت کې جوړشو.
په هغې غونډه کې چې دآلمان او افغانستان د دوستۍ دسلمې کاليزې دنمانځلو په مناسبت دباميانو ولايت په مقر کې جوړه شوې وه دباميانو والي محمد طاهر زهير په افغانستان کې دالمان دفدرالي جمهوريت سفير ، دولايتي شورا غړو دسياسي ګوندونو او د مدني ټولنو غړو ، فرهنګيانو او د مدني ټولنې فعالينو ګډون کړى و .
په غونډه کې وينا والو ددغې ورځې نمانځنه د دواړو هيوادونو د دوستانه اړيکو په ټينګښت کې ګټوروباله او دغه ورځ يې دافغانستان او آلمان خلکو او دولتونو ته ديوې تاريخي اونه هيريدونکى ورځې په توګه وبلله او ددغو اړيکو دپراختيا او دوام غوښتنه يې وکړه .
دباميانو والي محمد طاهر زهير په بيلابيلو تاريخي پړاوونو او په تيره بيا دبن په غونډه او په وروستيو څوارلسو کلونو کې د آلمان رول رغنده او د متقابل درناوى پر بنسټ وباله او د آلمان له سفير څخه يې وغوښتل چې دباميانو دخلکو ښې هيلى د آلمان دولت او ملت ته ورسوي.
دباميانو والي ددغو اړيکو دودې او دوام په لاره کې دباميانو دخلکو دهدفمندۍ ډاډ ورکړ .
د آلمان سفير هم دلومړي ځل لپاره د باميانو ولايت ته دسفر له امله خوښي څرګنده کړه او د آلمان – افغان د دوستۍ دسلو کلونو په يادونې سره يې ژمنه وکړه چې د المان دولت او ملت لکه څنګه چې په بيلابيلو تاريخي پړاو کې له افغانستان سره په امنيتي پرمختيايي او فرهنګي برخو کې مرسته او همکارى کړې ده له دې وروسته هم افغانستان نه هيروي او مرسته به وکړي له دغې غونډې وروسته برخه والو دعکس نندارتون چې په همدې مناسبت جوړ شوىو وکوت.
په دې نندارتون کې څه ناڅه يو سلو ديرش عکسونه چې په تيرو سلو کلونو کې دافغانستان او آلمان ترمنځ د دوستانه اړيکو ښکارندوى دى نندارى ته وړاندې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته