امنیت

دچاودنې مخه ونيول شوه .

کابل باختر دکب څوارلسمه :
د فراه ولايت په جويند ولسوالۍ کې د ډاکترعبدالله عبدالله په انتخاباتي دفتر دچاودنې مخه ونيول شوه .
دفراه ولايت دجويند ولسوالۍ د ملي امنيت يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل: وسله والو مخالفينو د ډاکترعبدالله عبدالله د انتخاباتي دفتردروازې په وړاندې يوه اندازه چاوديدونکي توکي ځاى پرځاى کړي و چې د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او د چاودنې مخه ونيول شوه .
تراوسه پورې د پيښې عاملين د پوليسو د ځواکونوله خوا نه دي نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته