ټولنه

خبرتيا

کابل باختر دزمري شلمه :
دکابل دترافيکي پيښو دڅيړنې امريت خبرتيا .
دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ  داوسيدونکي اسد الله دعبدالمحمد  دزوى  مړى چې په سپينو جامو سمبال دى عدلي طب ته ليږدول شوى دى .
اسد الله چې نولس کلن و دتيرې شپې دلسو بجو په شاوخوا کې دکابل  ښار دجوي شير په ساحه کې دترافيکي پيښې له امله ټپي او دابن سنا روغتون ته ليږدول شوي و چې په دغه روغتون کې ددرملنې په بهير کې  وفات شوى دى .
دمتوفى کورنۍ  او خپلوان کولاى شي  مړى له عدلي طب  څخه ترلاسه  کړي اويا دې دزياتو معلوماتو په خاطر  د کابل دترافيکي پيښو دڅيړنې امريت ته ورشي .
  ختم- عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته