سیاست

دمشرانو جرګي عمومي غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دغبرګولي  اوومه

  دسنا مجلس دلومړۍ نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې دافغانستان  او امريکا ترمنځ د اوږدمهالو ستراتيژيکي همکاريو دسند موافقه ليک معرفي شو اودکار دقانون د  ٤١ مادي د ١١ بند زياتوالي او دملکي او هوايي چلند قانون له ځينو پيشنهادي تعديلونو سره درايو په اکثريت   تصويب شول

 دمشرانو جرګي  مطبوعاتي  دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  دافغانستان او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ داوږدمهالو ستراتيژيکي  همکاريو د سند موافقه ليک دولسي جرګي له تصديق  وروسته دوروستيو پړاونو دبشپړولو  په مقصد دمشرانو جرګي ته سپارل شوي و عمومي غونډې ته معرفي شو او دزيات تدقيق  او مطالعي  په مقصد  دنړيوالو چارو کميسيون او نورو کميسونونو  ته وسپار ل شو .

 وروسته دکار دقانون د ٤١  مادي يوولسم بند چې عامه سوکالۍ ، دژوندانه  دچاپيريال   او دکار او کارګر په کميسيون  کي تر غور او تدقيق  لاندې نيول شوى  ، دسناتورې طيبي زاهدي  له خوا غونډې ته ولوستل شو چې ولسي جرګي په مصوبه کې  داسي ليکل شوي و  (   دوږي دمياشتي  ١٨ دملي اتل  احمد شاه مسعود دشهادت ورځ او دافغانستان دشهيدانو ورځ عمومي رخصتي ده  )  خو دمشرانو جرګي هغه  په کم تقديم او  تاخير سره داسي تعديل کړه  ( دوږي دمياشتي  ١٨ دافغانستان دشهيدانو ورځ او دافغانستان دملي اتل احمد شاه مسعود دشهادت ورځ عمومي رخصتي ده  )  چې دسناتورانو دنظريو  او پيشنهادونو له وړاندې کيدو وروسته درايو په اکثريت تصويب شوه .

 دغوندې په بله برخه کې دملکي هوايي  چلند  دقانون طرحه چې مواصلاتو اومخابراتو په کميسيون کې تر مطالعي او تدقيق  لاندي نيول شوې وه دکميسيون درييس انجنير احمد جاويد روف   سناتورې شفيقې نوروزخيل او دسناتورې سهيلا شريفي  له خوا ماده په ماده ولوستل  شوه اوپه ځينو تعديلونو  او دسنا  مجلس دغړو په پيشنهادونو سره  په لسو فصلونو اوپه  ٨٩ مادو کي تصويب شوه .

  دغه قانون په هيواد کې په ملکي هوايي چلند پورې داړوندو چارو دتنظيم په مقصد وضع شوي او هدف يي له نړيوالو معيارونو او دهيواد له تفنينې  سندونو سره سم دملکي هوايي چلند دچارو رهبري او اداره او دنړيوال ملکي هوايي چلند له ميثاق  سره سم  دملکي هوايي  ترانسپورت د خدمتونو تنظيم اوښه والي دي .

 دغه راز دغونډې په پيل کې سناتور انجنير احسان الله بيات ته چې په دې وروستيو کې يي له افغان _ امريکن  پوهنتون څخه دافتخاري دکتورا سند ترلاسه کړى دى مبارکي ورکړي شوه  او دغه راز سناتورانو دچارو په ترسره کولو کې دده دلازيات برياليتوب هيله وکړه .   دغه راز سناتور عبدالحنان  حق ويون دپکتيا ولايت دسيمه ئيزي اداري دچارواکو له خوا په دغه ولايت کې دژورنالستانو  درسنيو  دمرکز دتړل کيدو او دهغوي  له خوا دژورنالستانو د سپکاوي او تحقير په باب معلومات وړاندې کړ او ويي ويل چې دغه عمل د

 ډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو دقانون او دبيان دازادي پرخلاف دي  او بايد مقامات په دې اړوند پاملرنه وکړي .

 دغوندې رييس دده د څرګندونو له مخې  دديني فرهنګي پوهنې او دلوړو زده کړو  دچارو  کميسيون ته دنده وسپارله چې موضوع دي له مسوولو مقاماتو سره  په جدې  توګه تعقيب  کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته