خبرونهاقتصادټولنه

غور کې تېر کال څه ‌باندې ۹۷ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

کابل، د غوايي ۲۹مه، باختر

د غور ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولینو په تېر ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې د ۵۱ زره او ۱۹ برېښنايي او ۴۶ زره او ۱۴۶ کاغذي پېژندپاڼو د وېش خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د احصايې او معلوماتو رییس مفتي حمیدالله لبیب وايي چې هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

لبیب زياتوي، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي چې ۱۴۳۲ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۳ زرو او ۵۸۶ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۲ زره او ۸۸۳ زېږون کارتونه او ۷۰۳ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي. 

د نوموړي په وینا، اوسمهال په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانګې فعالې دي، چې په کې د برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونو برخه هم ( د مثنی پېژندپاڼو وېش، د زېږون او د کورنۍ د پاتې غړيو ثبت) خدمتونه هم وړاندې کوي.

ورته مهال د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په کچه یې برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې تر څو هېوادوال وکولی شي په آسانۍ پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته