امنیت

دکابل ولايت داستيناف محکمې دپغمان دپيښې پنځه تنه مجرمين په اعدام محکوم کړل

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٢٤  :
دکابل ولايت داستيناف محکمې  نن په يوه قضايي علني غونډه کې  دپغمان په ولسوالۍ کې په څلورو ښځو دجنسي تيري  پنځه تنه عاملين  په سختو مجازاتو يعني اعدام او دوه تنه نور يې دکافي سندونو دنشتوالي په دليل هر يو په شل کاله بند محکوم کړل .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :   نږدې درې اوونۍ مخکې  يوې لس کسيزې ډلې  غلو او انسان تښتوونکو دکابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې  دڅو کورنيو دسپرلۍ موټرونه  چې له يوه واده څخه ستانه شوي او کابل ښار ته روان وو ، ودرول او د دوى ګاڼې او نغدې پيسې يې واخيستې او ديوې کورنۍ په څلورو غړو ښځو يې تيرى وکړ  چې دکابل ولايت ابتدائيه محکمې  اووه تنه دغه غله چې دکابل او غزني دپوليسوله خوا نيول شوي وو،  په اعدام محکوم کړي وو.
خودکابل ولايت داستيناف محکمې دقاضي صديق الله حقيق  په مشرۍ په قضايي علني غونډه کې  چې په علني  ډول  جوړه شوه دسندونو او شواهد له څيړنې   او دزيانمنو شويو کسانو  او دهر يو تورن دادعاو له ترلاسه کولو وروسته پنځه تنه يې  هريو په  عزيزالله ، نظرمحمد،  قيس الله، سميع الله  اوپه قاري مشهور حبيب الله  دغلا او تيري په جرم کې دلاس لرلو  او دانسان تښتونې ، جنسي تيري  ، وسله وال تيري اودخلکو دمالونو دلوټولو د جرمونو دترسره کولو په برخه کې  په ډيرو سختو مجازاتو يعنې په اعدام محکوم کړل او دصفي الله او جميل  په نومونو دوه تنه نور تورن کسان  دپغمان په پيښه کې  دنه ګډون په  خاطر  دکافي سندونو  دنشتوالي په دليل  ورته برات ورکړى و او دغلا ، تيري  او شوکمارۍ دجرمونو دترسره کولو په خاطر يې هر يوم په شل کاله بند محکوم کړل .
دمحکمې قاضي دمجرمينو په برخه کې دنتيجې له اعلام وروسته وويل :  چې ددوى  دتميز غوښتنې حل محفوظ دى  او مجرمين کولاى شي  دتميز دمحاکمې په بهيرکې مدافعه وغواړي .
په همدې حال کې دکابل دپوليسو منسوبينو  ويلي دي دوى هلې ځلې کوي چې دپغمان دپيښې درې تنه نور جرمي شريکان ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته