ټولنه

په بغلان کې يوه ځوانه نجلۍ ځان وواژه .

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې يوه ځوانه نجلۍ  ځان وواژه .
دمرکزي بغلان دروغتون رييس ډاکتر خليل نرمګوي د باختراژانس  خبريال ته وويل چې دغه نجلۍ  دکورني تاوتريخوالي له امله ځان وواژه .
دبغلان ولايت دښځو دچارو رييسې خديجه  يقين هم وايي چې دکورني تاوتريخوالي له امله دغه نجلۍ  په ځان وژنې لاس پورې کړې دۀ
   پروسږ کال  په بغلان ولايت کې پنځلس  ښځې په مرموز  توګه ووژلې شوې  خو دا دښځو دځان وژنې لومړۍ پيښې ده چې  سږ کال په دې ولايت کې رامنځته کيږي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته