فرهنګ

حسينه ساپۍ: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوې ودانۍ بايد د دغه هېواد د فرهنګ ښکارندويي وکړي

کابل/ د کب ٢٩مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ملي موزيم د نويو ودانيو د نخچې طرحه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ په يوه ناسته کې  وڅېړل شوه.
د باختر آژانس دخبرله مخې؛ په ناسته کې چې د ښار جوړولو او اراضي وزارت د معين، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري، د ملي موزيم د رييس محمد فهيم رحيمي او د دارالامان مجتمع د جوړولو د مسوولينو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ملي موزيم د نويو ودانيو د نخچې د طرحې په اړه خبرې وشوې.
په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ټينګار وکړ چې د ملي موزيم ودانۍ بايد په يوه پراخه ساحه کې په نړيوالو معيارونو سره جوړه شي چې د افغانستان ټول لرغوني آثار چې د دغه هېواد ملي او تاريخي هويت دى؛ پکې ځاى کړى شي.
هغې دغه راز وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوې ودانۍ د جوړولو لپاره مناسب ځاى په پام کې ونيول شي او نخچه يې بايد د دغه هېواد د اصيل فرهنګ ښکارندويه وي، ځکه  د ملي فرهنګ وده په لومړيتوب کې ځاى لري.
په ناسته کې د ښار جوړولو او اراضي وزارت معين د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل چې د يو معياري ملي موزيم د جوړولو لپاره بايد د ټولو لرغونو آثارو لست ورکړى.
هغه ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوې ودانۍ د جوړولو لپاره به پراخ او مناسب ځاى په پام کې ونيول شي.
په ناسته کې پرېکړه وشوه چې تر راتلونکو دوو اوونيو پورې دې د ټولو لرغونو آثارو لست د ښار جوړولو او اراضي وزارت ته وسپارل شي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته