سیاست

جمهور ریېس غني د هېواد د رسنیو د شهيدانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه

کابل باختر د غويي دمياشتې ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني په کابل، قندهار او خوست ولایتونو کې په وروستیو تروریستي پېښوکې د شهید شویو خبریالانو له کورنیو سره خواخوږي او غمشریکي وکړه.
د جمهور ريېس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه کتنه چې د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې  وشوه، په پیل کې ډګرمن عطاءالله او میرویس د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب د جمهور رئیس د غمشریکۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل، یادې پېښې دې وارزول شي، عاملین دې مجازات او حکومت دې د شهیدانو کورنیو ته پام وکړي.
وروسته د خبریالانو د فدراسیون په استازیتوب فهیم دشتي خبریالانو ته د متوجه ګواښونو په اړه خبرې وکړې او خبریالانو ته یې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
هغه له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې یو ځل بیا دې د ټولو شهیدو خبریالانو له کورنیو سره وګوري او دغه راز دې د هغوی دوامداره ملاتړ وشي.
دشتي ټینګار وکړ، سره له دې چې د هېواد د رسنیو پر وړاندې وحشتناک بریدونه او ګواښونه موجود دي، خو خبریالان اطلاع رسولو ته ژمن دي.
وروسته جمهوررئیس غني د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګېرنې پرمهال د هغوی  صبر او زغم څخه په مننې وویل، جدي څېړنې به وشي، ترڅو د وروستیو تروریستي پېښو عاملین وپېژندل شي.
جمهوررئیس زیاته کړه: زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په یوه مناسب فرصت کې د هېواد د رسنیو د شهیدانو له ټولو کورنیو  سره ووینم.
هغه د خبریالانو له فدراسیون څخه وغوښتل چې د یادو شهیدانو د کورنیو د ستونزو څرګند جدول له ده سره شریک کړي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، زموږ مسوولیت یواځې غمشریکي نه ده، بلکې موږ مسوولیت لرو چې د شهیدانو د کورنیوملاتړ وکړو.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې د خبریالانو له فدراسیون څخه وغوښتل چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق دې ژر فعال کړي، ترڅو له دې لارې وتوانېږو په دې برخه کې لا زیات او اغيزمن ملاتړ وکړو.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته