امنیت

دداعش دډلې اته تنه غړي په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر دلړم ديارلسمه
دشاهين ٢٠ دعملياتو په دوام دداعش دډلې اته تنه غړي ووژل شول اوشپږ تنه نور ټپيان شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:دغه عمليات دننګرهار ولايت له نورو امنيتي ځواکونوسره په ګډو هلوځلو کې  د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا دقوماندانۍ په مشرۍ  په بشپړه توګه دداعش دډلې دځپلو او دښه امنيت دتامينولو او ښې حکومتوالۍ  په موخه دننګرهار ولايت دپچير او ګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهوايي او توپچي  قوتونو په ملاتړ چې پخوا  پيل شوي وو دوام لري او په تيرو څلورويشتو ساعتو کې ددغو عملياتوپه بهير کې  دننګرهار ولايت دپچير او اګام ولسوالۍ دپاينده خيلو او موسى خيلو په کليو  کې ترسره شوي  دي چې له امله يې دداعش په تروريستي ډلې پورې اړوند اته تنه افراد وژل شوي اوشپږ تنه نور يې ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته