سیاست

د ملي امنيت شورا په هېوادکې د وروستيو طبيعي پيښو له امله مصيبت ځپلو کسانو ته د مرستې رسولو د بهير څرنګوالى وڅيړه

 کابل  باختر دکب دمياشتې ١٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ  د ملي امنيت د شورا غونډه تېر ماښام په ار ګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د وروستيو طبيعي پيښو له امله مصيبت ځپلوکسانو ته د مرستې رسولو د څيړنې  په  مقصد  د وروستيو اقداماتو په اړوند دموظف هيئت رپوټ د بيړنيو حالاتوپه چاروکې د جمهور رييس د ځانګړي استازي ويس برمک له خوا وړاندې شو.
ده وويل چې حالت مخ په ښه والي دى او زيانمنو شويوکسانو ته د مرستې رسولو لپاره لازم تدبيرونه نيول شوي دي.
د امنيت شورا پريکړه وکړه چې دمرستې رسولو اوسنى پروګرام دې له ټولو دولتي امکاناتو سره د هېوادپه ګوټ ګوټ کې دوام ومومي .
دغه راز د ملي امنيت شورا پريکړه وکړه چې اوښتو تاوانونو او زيانونو دکچې څيړنه دې په ډير لنډ ممکن وخت کې برابره او د هغو مرستو اندازه او څرنګوالى چې د مصيبت ځپلوکسانو دحالت دښه والي او د زيانمنو شويو سيمو د بيارغاونې په خاطر اړتيا ده؛ مشخص شي.
وروسته د انرژۍ او اوبو  وزارت سرپرست د نړيوال بانک په مالي مرسته د نغلو بند د بيا جوړولو په باب خپل رپوټ وړاندې کړ.
د ملي امنيت شوراپريکړه وکړه چې ددغه بند دبيا جوړولو کار زيات غور اوڅيړنې ته اړتيا لري او بايد په راتلوونکې يوه مياشت کې له دقيقو څيړنو وروسته په دې باب تصميم ونيول شي.
ورپسې د هغو موظفو هيتونو رييسانو چې د کندز او پکتيکا د ولايتونو د حالت د څيړنې لپاره دغو ولايتونوته استول شوي و، خپل رپوټونه وړاندې کړل.
د ملي امنيت شورا د هېواد امنيتي سکتورمشرتابه ته دنده وسپارله چې دامنيتي سکتور د مسوولينو په لومړۍ غونډه کې دې  د ترسره شويو څيړنو او سپارښتونو  په رڼا کې ددغو دوو ولايتونو دامنيتي حالت دښه والي په باب لازم اقدامات تر لاس لاندې ونيسي او په راتلوونکې غونډه کې دې د ملي امنيت شورا ته ډاډ ورکړي.
وروسته دغوڅ ملاتړ په ماموريت کې د ماليزيا د شموليت په باب د دغه هېواد  غوښتنليک وڅيړل شو.
دملي امنيت شورا د افغانستان او ناټو ترمنځ د دفاعي همکاريو د موافقه ليک پربنسټ د غوڅ ماموريت په چوکاټ کې د دغه هېواد شموليت تائيدکړ او په دې اړوند يې د دغه هېواد دغوښتنې او تياري له امله قدرداني وکړه.
د ملي امنيت د شورا د غونډې په پاى کې د مظاهرو د تنظيم د طرزالعمل  بيا څيړل شوې طرحه وړاندې شوه او د تائيد وړ وگرځيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته